د "خنجراب" په پوله د پاکستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ پیل
د چین او پاکستان تر منځ د "خنجراب" پوله له درې کلونو وروسته د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شوه.
له اسلام آباد څخه زموږ د خبریال د راپور له مخې، د پاکستان او چین تر منځ پر پوله د "خنجراب" اقتصادي دهلیز چې په ۲۰۲۰ کال کې د کرونا ناروغۍ له امله تړل شوی وو، نن دوشنبه د ترافیکو په ځانګړې توګه د سوداګرۍ پر مخ پرانیستل شو.
د پاکستان د ګِلْګَت بِلِتِستان سیمې د کورنیو چارو وزیر "رانا محمد سلیم افضل" د "خنجراب" پولې د بیا پرانیستلو خبر په پخلي سره وویل: له چین سره د پوله ایزې سوداګرۍ بیا پیلول به دوه اړخیزه سوداګري ډېره کړي.
هغه زياته کړه: د خنجراب پولې تړلو له درېيو کلونو راهيسې د سيمې سوداګرو ته مالي ستونزې پيدا کړې وې، چې د ګلګت بلتستان سيمې د ګڼ شمېر سرحدي اوسېدونکو او ځايي خلکو د بې روزګارۍ لامل شوى و.
د پاکستان لومړي وزیر«شهباز شریف» هم په «خنجراب» پوله کې د دغه هېواد او چین تر منځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ د بیا پیلېدو په اړه په یوه بیانیې کی اعلان وکړ: دا ګام به د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو کچه لوړه کړي.