پاکستان کښې د مردم شمارۍ په سر اختلاف دی
-
فایل فوټو
پاکستان کښې د سر شمارۍ اووم پړاؤ د دغه هیواد د سیاسي ګوندونو ترمینځ یولړ اختلافات رامینځته کړي دي
پاکستان کښې د نفوسو سرشمیرنه په ډیجیټل او لاسي دوو طریقو اجرا کیږي. ځیني ګوندونه باوري دي چې د دې مردم شمارۍ پایلې د ګوندونو او د انتخاباتي حلقو په شمیر باندې اغیزه کوي او په پارلیماني انتخاباتو کښې د دوي د بریا چانس کموي.
په پاکستان کښې مردم شماري هر لس کاله پس ترسره کیږي او په ډیرو جزئیاتو مشتمله وي چې موخه یې د خلکو ترمینځ د سرچینو عادلانه ویش دی.
په دې سر شمیرنه کښې چې وړومبۍ له کلیو او لرو پرتو سیمو پیل شوې، د مردم شمارۍ د ادارې کارکوونکي د خلکو د شمیرنې لپاره د امنیتي ځوکاونو په ملتیا د هیواد ټولو سیمو ته ځي خو هغوي چې کله ښارونو ته ورسیدل نو د ګوندونو بحثونه او اختلافات شروع شول.
په هم دې لړ کښې د تحریکِ انصاف ګوند ذولفي بخاري وايي: باوري یو چې باید وړومبې انتخابات ترسره شي او یو داسې حکوم جوړ شي چې ولسي ملاتړ ولري ترڅو د نفوسو دغه شمیرنه ترسره شي، او که داسې نه وي نو له انتخاباتو مخکښې د دې سر شمیرنې ترسره کیدل داسې دي لکه چې په هدفمنه توګه او د حکومت په ګټه ترسره کیږي.
د پاکستان خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري هم د مردم شمارۍ له ترسره کیدو د بې خبرۍ په څرګندولو سره وايي: له دې امله چې په ډیجیټل سرشمیرنه کښې به هر کس ته اجازه وي چې هر څه غواړي هغه ثبت کړي، له نتایجو یې ډیره هیله نه شي کیدې.
خو سره له دې هر څه، د پاکستان د مرد شمارۍ د ملي ادارې ویاند سرور ګوندل د منتقدانو د څرګندونو په ردولو سره وویل: هر هغه لوري ته چې زمونږ په کار باندې اعتراض لري وایو چې د غلط فهمیو د ختمولو لپاره ټول ملاحظات تعقیبوو.