پاکستان له اسرائیلو سره د اړیکو ټینګول رد کړل
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له صهیونیسټ رژیم د اړیکو عادي کول رد کړل.
په داسې حال کښې چې له تیرو څو ورځو راهسې په پاکستان کښې یو ځل بیا له صهیونیسټ رژیم سره د اسلام اباد د اړیکو د عادي کیدا ګونګوسې اوریدل کیږي لومړي وزیر شهباز شریف یوځل بیا د پاکستان لخوا د اسرائیلو پرضد په دریځونو ټینګار وکړ.
د پاکستان د یوه یهودي ښاریز د هڅې په هکله د یوه خبر له خپریدا وروسته چې ادعا یې کړي وه له پاکستان څخه اسرائیلو ته شیان صادر شوي دي لومړۍ د پاکستان خارجه وزارت او اوس لومړي وزیر شهباز شریف له صهیونیسټ رژیم سره د اړیکو هر ډول عادي کول رد کړل.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په اسلام اباد کښې د مسلم لیګ د نوازشریف څانګې په پارلماني غونډې کښې وویل تر هغه وخته چې د فلسطین خلک په کامل ډول د خپلواکه هیواد د جوړیدا په شمول خپل ټول حقونه ترلاسه نکړي پاکستان به له اسرائیلو سره هیڅ ډول اړیکې ونلري.