پاکستان له ایران سره د دوه اړخیزه اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ
د ایرنا له راپور سره سم ایران او پاکستان د امریکا په شمول د بهرنیانو له دسیسو سره سره له ژورو او پراخو اړیکو برخمن دي او د دو ګاونډیو هیوادونو د چارواکو ترمینځ په دوامداره توګه مختلف کتنې ترسره کیږی .
د پاکستان د خارجه وزارت ویندوی ممتاز زهرا بلوچ د ایران له اسلامی جمهوریت سره په مختلفو زمینو کې د دوه اړخیزه اړیکو دپراختیا غوښتنه وکړه .
د ایرنا له راپور سره سم ایران او پاکستان د امریکا په شمول د بهرنیانو له دسیسو سره سره له ژورو او پراخو اړیکو برخمن دي او د دو ګاونډیو هیوادونو د چارواکو ترمینځ په دوامداره توګه مختلف کتنې ترسره کیږی .
میرمن زهرا بلوچ وویل دغه هیواد له اسلامی ایران سره د ګډو سرحدی ملګرتیاو د پیاوړتیا لپاره د ټولو موجودو چینلونو له لارې په تماس کې دې .
په همدې زمینه کې په پاکستان کې د ایران سفارت په بلوچستان صوبه کې د دغه هیواد په عسکرو د وروستۍ حملې په غندلو سره په ترهه ګرۍ د غلبې لپاره د تهران او اسلام اباد د ملګرتیاو په پیاوړتیا ټینګار وکړ .