پاکستان کې یو پولیس افسرځان وژنه کړې
د پاکستان کراچۍ ښار د صفورا عبدالله شاه غازي کوټ سیمې پولیس افسر نعمت الله وروسته له هغې ځآن وژنه کړې چې په پرلپسې ډول د تبدیلۍ د مخنیوي په موخه له رشوت ورکړې ستړی شوی وو.

هغه په درې میاشتو کې شپږ ځلې تبدیل شوی وو او د هر ځل تبدیلې د مخنیوي په موخه ورڅخه رشوت غوښتل شوی وو.
د پولیس افسر نعمت الله ورور سیف الله د خپل ورور د ځآن وژنې ذمه واري د پولیسو د ریاست په چارواکو اچولې او ویلي چې ورور یې په تېرو درې میاشتو کې شپږ ځلې تبدیل شوی او هر ځل یې چې غوښتل د تبدیلۍ مخه ونیسي، ورڅخه رشوت غوښتل کېدو.