دپاکستان امنیتي عسکرود بیلتون غواړي ډلې مشرونیوه
دګلزار امام نیول کیداد پاکستان د امنیتی عسکرو ستره کامیابۍ بلل شوی ده .
د ایرنا له راپور سره سم د پاکستان د عمومي اړیکو دفتر نن د یوې بیانیې په صادرولو سره ویلی دی په بلوچستان صوبه کې یې د ترهه ګرو حملو یو عامل او د بلوچ ملی پوځ باندې د مشهورې بیلتون غواړی ډلې بنسټ ګر ګلزار امام په یوه دقیقه پلانونه او نوښتی عملیاتو کې نیولې دې .
دغه راپور زیاتوی چی ګلزار امام په پنجکور او نوشکی کې په پاکستانی عسکر و په حملو کی لاس لری او همداراز په پاکستان کې یې په لسګونو ترهه ګرې حملې کړي دي .
دګلزار امام نیول کیداد پاکستان د امنیتی عسکرو ستره کامیابۍ بلل شوی ده .
له بلې خوا د پاکستان د پوځ مشر نن له هند سره د کشمیر له کنټرول کرښې په کتنه کې له کشمیریانو په ملاتړ ټینګار کړی دی .
جنرال عاصم منیر ویلی دی د پاکستان پوځ هوډمن دی د برخلیک د ټاکلو د حق د ترلاسه کولو لپاره د کشمیریانو له عادلانه ایډیال ملاتړ وکړی او مونږه د ملګروملتو په پریکړه لیکونو سره د کشمیر د مسلې په اواری پسې یو .