دپاکستان امنیتي عسکرود بیلتون غواړي ډلې مشرونیوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i130778-دپاکستان_امنیتي_عسکرود_بیلتون_غواړي_ډلې_مشرونیوه
دګلزار امام نیول کیداد پاکستان د امنیتی عسکرو ستره کامیابۍ بلل شوی ده .
(last modified 2023-04-07T06:28:52+00:00 )
Apr 07, 2023 10:56 Asia/Kabul
  • دپاکستان امنیتي عسکرود بیلتون غواړي ډلې مشرونیوه

دګلزار امام نیول کیداد پاکستان د امنیتی عسکرو ستره کامیابۍ بلل شوی ده .

 

د ایرنا له راپور سره سم د پاکستان د عمومي اړیکو دفتر نن د یوې بیانیې په صادرولو سره ویلی دی په بلوچستان صوبه کې یې د ترهه ګرو حملو یو عامل او د بلوچ ملی پوځ باندې د مشهورې بیلتون غواړی ډلې بنسټ ګر ګلزار امام په یوه دقیقه پلانونه او نوښتی عملیاتو کې نیولې دې .

دغه راپور زیاتوی چی ګلزار امام په پنجکور او نوشکی کې په پاکستانی عسکر و په حملو کی لاس لری او همداراز په پاکستان کې یې په لسګونو ترهه ګرې حملې کړي دي .

دګلزار امام نیول کیداد پاکستان د امنیتی عسکرو ستره کامیابۍ بلل شوی ده .

له بلې خوا د پاکستان د پوځ مشر نن له هند سره د کشمیر له کنټرول کرښې په کتنه کې له کشمیریانو په ملاتړ ټینګار کړی دی .

جنرال عاصم منیر ویلی دی د پاکستان پوځ هوډمن دی د برخلیک د ټاکلو د حق د ترلاسه کولو لپاره د کشمیریانو له عادلانه ایډیال ملاتړ وکړی او مونږه د ملګروملتو په پریکړه لیکونو سره د کشمیر د مسلې په اواری پسې یو .