پاکستان د ترهه ګرو ډلو ټپلو په ضد پاکونکي عملیات شروع کوي.
د ترهه ګرۍ نوي څپه له تحریک طالبان پاکستان ترهه ګرې ډلې سره دنرمۍ او له مشورو پرته پالیسۍ نیتجې دي او دغه پالیسي د خلکو د غوښتو او امیدونو په اپوټه ده او ددغې پالیسۍ په نتیجې کې ترهه ګر له زندانو خوشي شول او هغوي ته له کوم خنډ پرته د خپلو سپیرو فعالیتونو اجازت ورکړل شو ، چې حالات ئې تر دغه حده ورسول.
زمونږخبریال د دنیا نیوز خبری سایټ له قوله راپور راکړ ،د پاکستان دملی امنیتی شورا غونډه ددغه هیوادد لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ په اسلام اباد کې شوي او په دغې ناستې کې فیصله شوې چې د تل پاتې ملی امنیت د برابرولو لپاره د امنیتی ځواک قربانۍ او هلې ځلې د ستایلو وړ دي او په دې اړه به د ترهه ګرو ډلو ټپلو په ضد نوي پاکونکي عملیات پیل شي.
ددغې غونډې په پاي کې په اعلامیې کې ويل شوي دي، د ترهه ګرۍ نوي څپه له تحریک طالبان پاکستان ترهه ګرې ډلې سره دنرمۍ او له مشورو پرته پالیسۍ نیتجې دي او دغه پالیسي د خلکو د غوښتو او امیدونو په اپوټه ده او ددغې پالیسۍ په نتیجې کې ترهه ګر له زندانو خوشي شول او هغوي ته له کوم خنډ پرته د خپلو سپیرو فعالیتونو اجازت ورکړل شو ، چې حالات ئې تر دغه حده ورسول. په داعلامیې کې دغه راز وئيل شوي چې ترهه ګرو ته په افغانستان کې د مرکزونو په آسانتیاؤ او روزنځایونو په برابریدو سره په پاکستان کې د ترهه ګرۍ بهیر دوام وکړ او ورځ تر بلې قربانیانې زیاتې شوي دي ، په همدې خاطر نوره پر ترهه ګرو باید ډګر تنګ شي او د ولس غوښتو او امیدونو ته په پام سره د ترهه ګرۍ او ترهه ګرو په ضد پاکونکي اوکوټلی عملیات بیرته منظم شي.