تحریک طالبان پاکستان نوي ډلې جذب کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i130936-تحریک_طالبان_پاکستان_نوي_ډلې_جذب_کړي_دي
ډان ورځپاڼې راپور ورکړی تحریک طالبان پاکستان ډلې د ترهګرو حملو په زیاتولو سربیره کابو څلور نوي ډلې هم ځان ته جذب کړي دي.
(last modified 2023-04-09T22:11:34+00:00 )
Apr 10, 2023 02:30 Asia/Kabul
  • تحریک طالبان پاکستان نوي ډلې جذب کړي دي

ډان ورځپاڼې راپور ورکړی تحریک طالبان پاکستان ډلې د ترهګرو حملو په زیاتولو سربیره کابو څلور نوي ډلې هم ځان ته جذب کړي دي.

دغه ورځپاڼې پرون ولیکل تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې د خپلو بریدونو په زیاتولو سربیره په بریالیتوب سره نورې جنګ غواړي ډلې او قومندانان ځان ته جذب کړي دي.

ډان ورځپاڼې زیاته کړه د روان میلادي کال په مارچ میاشت کښې کابو څلور نوي ډلې له تحریک طالبان پاکستان ټروریسټي ډلې سره یوځاې شوي دي او د دوه زره شلم میلادي کال له جولاۍ میاشتې راهسې تراوسه د وسله والو ملیشا ډلو او قومندانانو شمیر چې له تحریک طالبان سره یوځاې شوي دي اوویشتو موردونو ته رسیږي.

ډان ورځپاڼې وویل تحریک طالبان پاکستان ډلې له ټولنیزو اینټرنیټ پاڼو اغیز شیندونکي ګټه اخیستي ده او په بیلابیلو ژبو یې  خپل نشریات خپاره کړي دي.

دغه ورځپاڼې زیاته کړه د تحریک طالبان پاکستان ډلې څه موده مخکې د  «ښځو د جهاد» په نوم د یوې نوې مجلې په خپرولو سره چې یوشمیر مقالې پکښې چاپ شوي دي له میرمنو غواړي چې د وسله وال جهاد ملاتړ وکړي.