پاکستان کښې د پوځي عملیاتو له پیلیدو د ځینو ګوندونو اندیښنه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i131024-پاکستان_کښې_د_پوځي_عملیاتو_له_پیلیدو_د_ځینو_ګوندونو_اندیښنه
د پاکستان د ملي امنیت د کمیټې له خوا په خیبر پښتونخوا کښې د ترهګرۍ خلاف عملیاتو د پیلیدو اعلان د دغې صوبې د ملي پالو ګوندونو له غبرګون سره مخامخ شو.
(last modified 2023-04-10T23:35:05+00:00 )
Apr 11, 2023 04:01 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې د پوځي عملیاتو له پیلیدو د ځینو ګوندونو اندیښنه

د پاکستان د ملي امنیت د کمیټې له خوا په خیبر پښتونخوا کښې د ترهګرۍ خلاف عملیاتو د پیلیدو اعلان د دغې صوبې د ملي پالو ګوندونو له غبرګون سره مخامخ شو.

د پاکستان په شمالي سیمو کښې د ترهګرو ډلو په تیره بیا د تحریکِ طالبان د تحرک له زیاتیدو وروسته د دغه هیواد د ملي امنیت کمیټې تیره جمعه د یوې غونډې په کولو سره د تحریکِ طالبان په شمول د ټولو تندلارو ډلو د ختمولو لپاره د سراسري عملیاتو د نوي پړاؤ د پیلولو خبر ورکړ. په عین حال کښې دغې فیصلې د خیبر پښتونخوا صوبې د ملي پالو ګوندونو پراخ غبرګونونه راپارولي دي او دغو ګوندونو وویل، که د پاکستان حکومت او پوځ یوځل بیا د پښتنو په وطن کښې د ترهګرۍ خلاف عملیات پیل کړي نو د هغو مخه به ونیسي.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې په پاکستان کښې د پښتنو د ساتنې د غورځنګ مشر منظور پښتون د ناقراریو د سختیدو په وړاندې د پاکستان د حکومت او پوځ په ګرم بللو سره څرګنده کړه: ترهګري د پاکستاني حکومت او جرنیلانو څلویښت کلن سیاست پاتې شوی دی.

هغه هم داشان زیاته کړه: د دغو عملیاتو په نتیجه کښې به چې د هغه په وینا په پښتون میشتو سیمو تپل شوي دي، خلک تاواني او کډه په سر شي.

د عوامي نیشنل پارټۍ صوبايي مشر ایمل ولي خان هم د دغو عملیاتو په غبرګون کښې په خپل ټویټر ولیکل: د ترهګرۍ خلاف عملیاتو په لړ کښې د ملي امنیت کمیټې له پریکړې مخکښې هغه کسان چې ترهګري یې راستنه کړې ده، باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.

د پاکستان پخواني سینیټر او د سیاسي چارو کارپوه افراسیاب خټک هم په دې هکله وویل: ملي پال ګوندونه د پاکستان د ملي امنیت د کمیټې د دې فیصلې مخالف دي او ترهګري د پاکستان د حکومت د خپلو ناسمو سیاستونو نتیجه ده. هغوي مخکښې هم د ترهګرۍ د ختمولو لپاره ورته عملیات کړي دي چې له امله یې ترهګري ختمه نه شوه بلکې ډیر پښتانه یې ووژل.