د پاکستان په کویټه کښې څلور پولیس وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i131074-د_پاکستان_په_کویټه_کښې_څلور_پولیس_وژل_شوي
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د بلوچستان صوبې د کویټه په کچلاک سیمه کښې نن سهار وختي د ترهګرو پرضد عملیاتو کښې څلور پولیس وژل شوي.
(last modified 2023-04-11T08:27:26+00:00 )
Apr 11, 2023 12:52 Asia/Kabul
  • د پاکستان په کویټه کښې څلور پولیس وژل شوي

زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د بلوچستان صوبې د کویټه په کچلاک سیمه کښې نن سهار وختي د ترهګرو پرضد عملیاتو کښې څلور پولیس وژل شوي.

د پاکستان حکومتي ملیشا ځواکونو له پولیسو سره یوځاې په سیمه کښې د ترهګرو پرضد عملیات کول چې دغه څلور پولیس پکښې د ترهګرو لخوا ووژل شول.

حکومتي ملیشا ځواکونو او پولیسو هم په ترهګرو باندې ځوابي ډزې وکړې او یو ټروریسټ یې وژلی دی.

پولیسو له وژل شوي ترهګر څخه وسلې او مهمات کشف کړي دي.

بل خبر دا چي د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف وویل چې تحریک طالبان پاکستان ډله اوس هم په پاکستان په تیره بیا په خیبر پښتونخوا صوبې کښې د حملو د ترسره کولو لپاره د افغانستان خاوره استعمالوي.

هغه د یوې پوښتنې په ځواب کښې وویل چې د تحریک طالبان پاکستان او د افغانستان د طالبانو ترمینځ هیڅ فرق نشته او زیاته یې کړه د افغانستان له طالبانو سره زمونږ د خبرو اترو پراساس داسې ښکاري چې د افغانستان طالبان غواړي له تحریک طالبان پاکستان ډلې څخه واټن واخلي.