د پاکستان دفاع وزیر:
ترهګرې ډلې د افغانستان له خاورې په پاکستان بریدونه کوي
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف یو وار بیا ادعا وکړه، چې پاکستاني طالبان افغان خاوره په پاکستان د خپلو تروريستي فعالیتونو لپاره استعمالوي.
د تسنیم له راپور سره سم، د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف رسنیو ته ویلي چي د طالبانو حکومت که څه هم غواړي چې د پاکستاني طالبانو په مسله کې له پاکستان سره مرسته وکړي خو نهغواړي چې د ټيټيپي پرضد ودریږي.
د پآکستان د دفاع وزیر ویلي چي په افغانستان کې د تېر جمهوري حکومت او ناټو په وړاندې په جګړه کې د ټيټيپي نږدې ۸ زره جنګیاليو د افغان طالبانو سره مرسته کوله او همدا لامل دی چې اوس د طالبانو حکومت نهغواړي د دوی پر ضد ودریږي.
خواجه آصف د اندېښنې په څرګندولو سره زیاتوي چې په افغانستان کې د شپې د دوربینونو په شمول د امریکا یو شمېر پاتې شوي جنګي وسایل پاکستاني طالبانو ته هم په لاس ورغلي دي.
پاکستان له دې مخکې هم په افغانستان کې د طالبانو په سرپرست حکومت باندې ورته تورونه لګولې وه چي د طالبانو د حکومت له لورې رد شوي دي.