د افغان طالبانو حکومت ته د پاکستان خبرداری
د پاکستان دفاع وزیر د طالبانو حکومت ته د ترهګرو له خوا د افغانستان له خاورې د اسلام آباد پرضد د کارونې په اړه خبرداری ورکړ.
زموږ د خبریال د راپور له مخې، د پاکستان دفاع وزیر«خواجه محمد آصف» له یوې لوېدیځې رسنۍ سره په مرکه کې د پاکستان په خلاف د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو د ناوړه استفادې پر دوام اندېښنه څرګنده کړه.
محمد آصف زیاته کړه: موږ په تېره فبرورۍ میاشت کې کابل ته د امنیتي-سیاسي پلاوي د سفر پر مهال په دې برخه کې خپل ټینګ دریځونه د افغان طالبانو سرپرست حکومت ته وړاندې کړل، خو له بده مرغه لا هم له پولې هاخوا ګواښونه او په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک تروریستي ډلې د پناهځایونو شاهدان یو.
د پاکستان دفاع وزیر ټینګار وکړ چې د دغو ګواښونو دوام به پاکستان په افغانستان کې د ترهګرو د پټنځایونو په نښه کولو ته مجبوره کړي، ځکه چې د ډېرو مشکلاتو او مسائلو په وجه پاکستان نور امنیتي کړکېچ نه شي زغملی.