پاکستان د افغانستان په لور د انګور اډې سرحدي لاره ټرانزیټي کوي
د پاکستان د مرکزي بانک د معلوماتو له مخې، د روان مالي کال په لومړیو اتو میاشتو کې افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې ۱۷ سلنه زیاتوالی شوی ، خو د افغانستان صادرات پاکستان ته بیا ۸۸ سلنه کم شوي دي.
زمونږخبریال له اسلام اباده راپور راکړ، د پاکستان دمرکزي حکومتي کابینې د اقتصادي اړیکو کمیټې افغانستان او د منځنۍ اسیا هیوادونو ته د صادراتو په موخه د شمالی وزیرستان د انګور اډې لارې ته د صادراتي لارې د درجې ورکولو منظوري ورکړې ده.
په راپور کې وئيل شوي دي، د پاکستان د اقتصادي اړیکو کمېټې غونډه د ددغه هیواد د خزانې وزیر اسحاق ډار په مشرۍ وشوه چې دا پریکړه ئې وکړه.
انګور اډه د سویلي وزیرستان د مرکز واڼا په ۳۵ کیلو مترۍ کې له ډیورڼد کرښې سره د افغانستان پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ سره په ۳۵ کیلو مترۍ کې پرته سیمه ده.
په راپور کې راغلي چې پاکستان اوس مهال افغانستان سره دتګ راتګ او سوداګرۍ لپاره د چمن، غلام خان، خرلاځۍ، انګور اډې او تورخم لارې پرانستې دي، خو د تېرې اوږدې مودې راهسې د مومندو ګورسل او د باجوړ نواپاس لاري تړلې دي.
د پاکستان د مرکزي بانک د معلوماتو له مخې، د روان مالي کال په لومړیو اتو میاشتو کې افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې ۱۷ سلنه زیاتوالی شوی ، خو د افغانستان صادرات پاکستان ته بیا ۸۸ سلنه کم شوي دي.