د پاکستان د مذهبي چارو وزیر په ټریفکي پیښه کښې مړ شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i131326-د_پاکستان_د_مذهبي_چارو_وزیر_په_ټریفکي_پیښه_کښې_مړ_شو
د پاکستان د مذهبي او د دینونو د نزدې کولو د چارو وزیر بیګا په پلازمینه اسلام آباد کښې په یوې ټریفکي پيښه کښې وفات شوی دی
(last modified 2023-04-15T22:42:57+00:00 )
Apr 16, 2023 03:10 Asia/Kabul
  • د پاکستان د مذهبي چارو وزیر په ټریفکي پیښه کښې مړ شو

د پاکستان د مذهبي او د دینونو د نزدې کولو د چارو وزیر بیګا په پلازمینه اسلام آباد کښې په یوې ټریفکي پيښه کښې وفات شوی دی

د ایرنا د خبر له مخې، «مفتی عبدالشکور سردار خان» په اسلام آباد ښار کښې له میریټ هوټل څخه د پلازمینې په سرې سیمې Red Zone کښې د وزیرانو د کورونو په لور روان و چې ګاډي یې له یو بل ګاډي سره سخت ایکسډنټ وکړ.

د اسلام آباد پولیسو ویلي دي چې د مذهبي چارو وزیر له ایکسډنټ وروسته د اسلام آباد یو نزدې روغتون ته منتقل کړی شو خو د سختو زخمونو په وجه یې ژوند ونه ژغورل شو.

د پاکستان وزیراعظم او ولسمشر په یو پیغام کښې د مفتي عبدالشکور د مړینې تسلیت ووایه او دغه پيښه یې د هیواد د دیني ټولنې او پوهانو لپاره یو ستر تاوان بللی دی.

د جمعیت علمای اسلام د فضل څانګې څخه عبدالشکور سردار خان تیر کال د پاکستان د ائتلافي حکومت له واکمنیدو ورسوته د هیواد د مذهبي چارو او د دینونو د نزدېکت د وزیر په توګه وګمارل شو.