پاکستان کې دوو پېښو کې ۱۱ تنه وژل شوي
د پاکستان بلوچستان او سیند ایالاتونو په مربوطاتو کې د ترافیکي او نښتې پېښو کې د ۶ پولیسو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي.
پاکستان کې ترافیکي پېښې له امله ۶ پولیس وژل شوي
د پاکستان بلوچستان سیمې په مربوطاتو کې د بار وړونکي او مسافر وړونکي موټر د ټکر له امله ۶ پولیس وژل شوي او یو بل کس ټپي دی.
د را پورونو له مخې یاد پولیسو په کویټې کې د روزنې تر لاسه کولو وروسته د اختر رخصتیو په موخه بېلې سیمې ته روان وو چې د یادې پېښې قربانیان شول.
د یو بل خبر له مخي د پاکستان سیند ایالات د کشمور په بخشاپور تهنا سیمه کې د ددو ډلو ترمنځ ډزې شوي چې له امله یې ۵ تنه وژل شوي دي.
را پورونه وایي، یاده پېښه د دواړو ډلو ترمنځ د پخوانۍ دښمنۍ له امله رامنځته شوې، خو په سیمه کې د پولیسو لخوا تر څېړنو وروسته به دقیق معلومات خپاره شي.