سیند کې د ترافیکي پېښې له امله ۵ تنه وژل شوي
Apr 17, 2023 10:36 Asia/Kabul
د پاکستان د سیند ایالات په ټنډواله یار سیمه کې د موتر سایکل او فلاینکوچ موټر د ټکر له امله د څلورو ماشومانو په ګډون ۵ تنه وژل شوي.
سیند کې د ترافیکي پېښې له امله ۵ تنه وژل شوي
د پاکستان د سیند ایالات په ټنډواله یار سیمه کې د موتر سایکل او فلاینکوچ موټر د ټکر له امله د څلورو ماشومانو په ګډون ۵ تنه وژل شوي.
د را پورونو له مخې یاد فلاینکوچ موټر د سیند ایالات میر پورخاص څخه کراچۍ ته روان وو چې یاده پېښه رامنځته شوه او له پېښې وروسته موټر چلوونکی له سیمې څخه په تېښته بریالی شوی دی.
د یو بل خبر له مخې د پاکستان ډیره اسماعیل خان کمشنرۍ بازارپه یو جومات کې د یوه تنکي ځوان جسد موندل شوی.
پولیس وایي، له یاد ځوان سره یې د نشه یي توکو پیچکارۍ هم موندلي او ښایي په یادو توکو روږدی وو.
ټیګونه