پاکستان سره د همکاریو لپاره د پیسو د نړیوال صندوق ننګونې
Apr 18, 2023 10:48 Asia/Kabul
د قرضې د تر لاسه کولو لپاره د پیسو د نړیوال صندوق سره، د پاکستان د حکومت هوکړه به په دې هیواد کې د تیلو او خوراکي توکو د قیمتونو د زیاتوالې لامل شي.
زمونږ د خبریال له راپور سره سم، د پیسو د نړیوال صندوق له شرطونو سره سم، په پاکستان کې به ګراني نوره هم زیاته شي، حال دا چي له دې مخکې هم دغه هیواد کې د سېلابونو د امله ګراني شوې او د ژوندانه چارې سختې شوي دي.
د پاکستان چارواکو د حکومت د خزانې د سمبالولو یوازنۍ لاره د پیسو له نړیوال صندوق څخه د قرضې تر لاسه کول بولي.
د کارپوهانو په وېنا، په پاکستان کې د ټروریستي فعالیتونو په زیاتوالې سره، چي امریکې سره د دې هیواد د همکاریو پایلې دي، له پآکستان څخه بهرني پانګې په وتلو دي، چي دغه مساله هم د اقتصادي بحران لامل ګرځېدلی دی.
ټیګونه