پاکستان سره د همکاریو لپاره د پیسو د نړیوال صندوق ننګونې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i131494-پاکستان_سره_د_همکاریو_لپاره_د_پیسو_د_نړیوال_صندوق_ننګونې
د قرضې د تر لاسه کولو لپاره د پیسو د نړیوال صندوق سره، د پاکستان د حکومت هوکړه به په دې هیواد کې د تیلو او خوراکي توکو د قیمتونو د زیاتوالې لامل شي.
(last modified 2023-04-18T06:20:10+00:00 )
Apr 18, 2023 10:48 Asia/Kabul
  • پاکستان سره د همکاریو لپاره د پیسو د نړیوال صندوق ننګونې

د قرضې د تر لاسه کولو لپاره د پیسو د نړیوال صندوق سره، د پاکستان د حکومت هوکړه به په دې هیواد کې د تیلو او خوراکي توکو د قیمتونو د زیاتوالې لامل شي.

زمونږ د خبریال له راپور سره سم، د پیسو د نړیوال صندوق له شرطونو سره سم، په پاکستان کې به ګراني نوره هم زیاته شي، حال دا چي له دې مخکې هم دغه هیواد کې د سېلابونو د امله ګراني شوې او د ژوندانه چارې سختې شوي دي.

د پاکستان چارواکو د حکومت د خزانې د سمبالولو یوازنۍ لاره د پیسو له نړیوال صندوق څخه د قرضې تر لاسه کول بولي.

د کارپوهانو په وېنا، په پاکستان کې د ټروریستي فعالیتونو په زیاتوالې سره، چي امریکې سره د دې هیواد د همکاریو پایلې دي، له پآکستان څخه بهرني پانګې په وتلو دي، چي دغه مساله هم د اقتصادي بحران لامل ګرځېدلی دی.