د ایران او پاکستان پارلیماني ډيپلوماسي باید لا پیاوړي شي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i132262-د_ایران_او_پاکستان_پارلیماني_ډيپلوماسي_باید_لا_پیاوړي_شي
د پاکستان پارلیمان د  ایران له اسلامی جمهوریت سره  د ورورولۍ او مخینه لرونکو  اړیکو لپاره ډير ارزښت ورکوي  او  ددواړو  وروڼو او اسلامی  ګاونډیو هیوادونو ترمینځ  دپارلیماني ملګرتیاؤ د پیاوړتیا ملاتړ کوي.
(last modified 2023-05-02T22:25:26+00:00 )
May 03, 2023 02:52 Asia/Kabul
  • د ایران او پاکستان پارلیماني ډيپلوماسي باید لا پیاوړي شي

د پاکستان پارلیمان د  ایران له اسلامی جمهوریت سره  د ورورولۍ او مخینه لرونکو  اړیکو لپاره ډير ارزښت ورکوي  او  ددواړو  وروڼو او اسلامی  ګاونډیو هیوادونو ترمینځ  دپارلیماني ملګرتیاؤ د پیاوړتیا ملاتړ کوي.

د پاکستان د مشرانو جرګې مشر په سیمه ایزو او نړیوالو ټولنو کې د ایرنا  دهمیشنیو ملاتړونو په قدرونې سره ووئیل،  پاکستان  له ایران سریه  د هراړخیزو  اړیکو د پیاوړتیا لپاره  د پارلیماني ډيپلوماسۍ  پرمخ بیولو ته ژمن دی .

ایرنا خبری  اژانس راپور ورکړ، د پاکستان د مشرانو جرګې مشر محمد صادق سنجراني پرون  په اسلام اباد کې د ایران  له سفیر سید محمد علی حسیني سره د خدآي په آمانۍ   لیدنې کې  ووئیل،  د پاکستان پارلیمان د  ایران له اسلامی جمهوریت سره  د ورورولۍ او مخینه لرونکو  اړیکو لپاره ډير ارزښت ورکوي  او  ددواړو  وروڼو او اسلامی  ګاونډیو هیوادونو ترمینځ  دپارلیماني ملګرتیاؤ د پیاوړتیا ملاتړ کوي.

محمد علی حسیني هم په دغې کتنې کې   د ایران او پاکستان د پارلیماني تعاملاتو دپراختیا لپاره  دهڅونې پشمول  له ایران سره د مشترکو  ملګرتیاؤ، ددواړو هیوادونو د لوړپوړو چارواکو   او د پارلیمانونو د پلاؤ دمتقابلو سفرونو  له پیاوړتیا سره  په مرستې کې  د پاکستان دمشرانو جرګې  درول قدرونه  وکړه او  له پارلیماني تعاملاتو سره   داړونده ترټولو وروستیو بدلونونو په باب ئې  د ایران د اسلامی جمهوریت  دریځونه بیان کړل.

 سید محمد علی حسیني  د ۲۰۱۹کال په دسمبر کې په پاکستان کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفیر په توګه خپل ماموریت پیل کړ او اوس په اسلام اباد کې د  محمد علی حسیني د جانشین په توګه د ایران یو بل ډيپلوماټ  رضا امیري مقدت  منصوب شوی دی.