پاکستان کښې یو ستر ترهګر هلاک کړی شو
د پاکستان خبري سرچینو د فراري ترهګر اقبال شاني وژل کیدل په دغه هیواد کښې ترهګرو ډلو ته یو ستر ګوذار بللی دی.
د القاعده او لشکر جهنګوي د ترهګرو بریدونو ترسره کونکی په تیره بیا د پاکستان د شیعه مسلمانانو خلاف د ترهګرو بریدونو اصلي پلانونکی د دغه هیواد د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کښې وژل شوی دی.
د پاکستان امنیتي سرچینو وویل: اقبال شاني چې د پاکستان حکومت یې له تیرو دوو کلونو راهیسې په لټه کښې و او په دغه هیواد کښې د ستر مفرور ترهګر په توګه پیژندل شوی و، پرون په ډیره اسماعیل خان ښار کښې د پولیسو په عملیاتو کښې وژل شوی دی.
ایرنا د پاکستاني رسنیو له قوله ویلي چې دغه وژل شوي ترهګر به د القاعدې، د پاکستان تحریکِ طالبان او د لشکر جهنګوي د ترهګرې او تکفیري ډلې تر چتر لاندې وسله وال بریدونه او بمي حملې مدیریت کولې.
اقبال شاني هم داشان په ۲۰۰۸ کال کښې د ډیره اسماعیل خان ښار د شیعیانو خلاف د خونړۍ ځانمړګې چاودنې پلانوونکی و چې له امله یې لږترلږه ۳۰ تنه وژل شوي وو. د دغو ترهګرو عملیاتو پړه پاکستان تحریکِ انصاف ډلې په غاړه اخیستې وه.
د پاکستان خبري سرچینو د فراري ترهګر اقبال شاني وژل کیدل په دغه هیواد کښې ترهګرو ډلو ته یو ستر ګوذار بللی دی.