پاکستان د ایران د اسلامي جمهوریت د غړیتوب هرکلی وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i132398-پاکستان_د_ایران_د_اسلامي_جمهوریت_د_غړیتوب_هرکلی_وکړ
ایرنا خبری اژانس راپور راکړی د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري له شانګهايي ملګرتیا موسسې سره د ایران د یوځاې کیدا په هکله تهران ته مبارکي ورکړه.
(last modified 2023-05-05T23:53:39+00:00 )
May 06, 2023 04:19 Asia/Kabul
  • پاکستان د ایران د اسلامي جمهوریت د غړیتوب هرکلی وکړ

ایرنا خبری اژانس راپور راکړی د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري له شانګهايي ملګرتیا موسسې سره د ایران د یوځاې کیدا په هکله تهران ته مبارکي ورکړه.

هغه پرون په نږدې راتلونکي کښې د شانګهايي له ملګرتیا  موسسې سره د ایران د یوځاې کیدا په مناسبت تهران ته د مبارکۍ ویلو په ترڅ کښې وویل پاکستان د خبرو اترو لپاره د نویو لورو په توګه په شانګهايي ملګرتیا موسسې کښې د څلورو نورو هیوادونو او د ایران د غړیتوب هرکلی کوي.

بلاول بوټو زرداري د ایران او د عربستان د اړیکو د له سره پیلولو لپاره د چین د مینځګړیتوب قدرونه وکړه او ویې ویل د سولې د ټینګولو لپاره د سترو قدرتونو د رول لوبول به د سولې د پراخیدا او ورپسې د سیمې د ډیرې ملګرتیا او پیوستون او د سیمې د ملتونو لپاره د اقتصادي فرصتونو رامینځته کیدل ځان پسې ولري.