خیبر پښتونخوا کې د لاریونونو پر مهال ۷ تنه وژل شوي
May 11, 2023 08:20 Asia/Kabul
د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران د نیولو په غبرګون په خیبرپښتونخوا کې د پیل شویو لاریونونو په ترڅ کې ۷ تنه وژل شوي او د ۳۶ نظامیانو په ګډون ۱۰۴ تنه نور ټپیان شوي.
خیبر پښتونخوا کې د لاریونونو پر مهال ۷ تنه وژل شوي
د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران د نیولو په غبرګون په خیبرپښتونخوا کې د پیل شویو لاریونونو په ترڅ کې ۷ تنه وژل شوي او د ۳۶ نظامیانو په ګډون ۱۰۴ تنه نور ټپیان شوي.
د را پورونو له مخې پولیسو د لاریوون کوونکو پر ضد عملیات پیل کړي چې به ترڅ کې تر اوسه ۲۹۶ کسان نیول شوي
په ورته وخت کې د خیبر پښتونخوا په چکدرې سیمه کې قهرجنو لاریون کوونکو په یوې نظامي اډې حمله کړې چې پر مهال یې اته موټرې، وسایل او څه موده مخکې جوړه شوې ودانۍ یې سوزولې ده.
ټیګونه