د ایران عربستان ډيپلوماټيکو اړیکوبیرته پیلیدا یوتل پاتې ګام دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i132974-د_ایران_عربستان_ډيپلوماټيکو_اړیکوبیرته_پیلیدا_یوتل_پاتې_ګام_دی
د پاکستان سیاستوالان دې هم د خپل هیواد د هوساینې او پرمختګ لپاره ولې دخبرواترو روده نه کاروي باید له زغم څخه په کار اخستو سره  خپلې مسئلې پخپله حل کړو.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 17, 2023 00:35 Asia/Kabul
  • د ایران عربستان ډيپلوماټيکو اړیکوبیرته پیلیدا یوتل پاتې ګام دی

د پاکستان سیاستوالان دې هم د خپل هیواد د هوساینې او پرمختګ لپاره ولې دخبرواترو روده نه کاروي باید له زغم څخه په کار اخستو سره  خپلې مسئلې پخپله حل کړو.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي په یولړ څرګندونو کې  د ایران او عربستان ترمینځ د ډيپلوماټيکو اړیکو بیرته پیلیدا په تاریخ کې یو تل پاتې ګام بللی او وئيلي ئې دي ، دغه  اقدام نه یوازې د دواړو هیوادونو  او سیمې لپاره بلکې د درستې اسلامی نړۍ د  اوڅاره یووالی او پرمختګ  لپاره ځانګړی ګام حسابیږي.

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، د پاکستان ولسمشر پخپلو  څرګندونو کې ووئيل  ددواړو هیوادونو مشران  د ستاینې وړ دي چې په خپل نظر په بیا کتنې  او په اساسی بدلون سره  ئې د سولې لپاره ګام پورته کړی چې  په تاریخ کې به ثبت شي.

عارف علوي همداراز په پاکستان کې وروستیو سیاسی تاؤتریخوالو ته په اشارې سره  ټينګار وکړ، ټول باید  دسولې اوپخلاینې لپاره  پخپلو افکارو بیان کتنه وکړي او ددغه شان سولې یو څرګند مثال د ایران اوعربستان ترمینځ د تاؤتریخوالو په پریيښودو او د خبرواترو په کارولو سره  یوه آئيدئيل مقصد ته ورسیدل. نو د پاکستان سیاستوالان دې هم د خپل هیواد د هوساینې او پرمختګ لپاره ولې دخبرواترو روده نه کاروي باید له زغم څخه په کار اخستو سره  خپلې مسئلې پخپله حل کړو.