آئي ایم ایف بلاخره پاکستان ته په پور ورکولوراضي شوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i135120-آئي_ایم_ایف_بلاخره_پاکستان_ته_په_پور_ورکولوراضي_شوه
د اسلام اباد حکومت ته د درې میلیارډ ډالري پور  دو رکولو لپاره بلاخره  پاکستان او ائي ایم ایف  مسئولان  یوې موافقې ته سره ورسیدل
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Jun 30, 2023 12:35 Asia/Kabul
  •  آئي ایم ایف بلاخره پاکستان ته په پور ورکولوراضي شوه

د اسلام اباد حکومت ته د درې میلیارډ ډالري پور  دو رکولو لپاره بلاخره  پاکستان او ائي ایم ایف  مسئولان  یوې موافقې ته سره ورسیدل

پاکستان له سخت مالی بحران سره مخ دی او په تیر یوه کال کې  له  آئي ایم ایف سره د پور لپاره په خبرواترو پسې  دی . اسلام اباد د پور د اخستو لپاره د خبرواترو اوږدیدا دلیل د پیسو د نړیوال صندوق آئي ایم ایف له خوا مطرح شوي سخت شرائط بللي دي.چې  البته د شرائطو په منلو سره ئې  آئي ایم ایف اداره پور ورکولو   ته راضي کړې ده .

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ، پاکستان  د کوټلو خبرواترو وروسته د درې میلیارد ډالري پور د اخستو لپاره له آئي ایم ایف ادارې سره  رسمي موافقه بلاخره لاسلیک کړه. دغه موافقه  به د آئي ایم ایف داجرائي شورا د راتلونکي میاشتې په  غونډې کې تائيد او ورپسې به اجرا شي.

د پاکستان دخزانې  وزیر مدعی شوی ،د پور په بیا اخستو سره  د هیواد اقتصادي وضغیّت ښه کیږي  او د  پاکستان دبهرنیو  پورونو دباؤ به هم کم شي.

د پاکستان رسندویو  د ائي ایم ایف داعلامیې له قوله  راپور ورکړی دی ، د درې میلیارډډالري  پور لپاره موافقه به  د راتلونکو نهو میاشتو لپارهوي ا و له دې لارې   اسلام اباد  د نړیوالو  اورګانونو  له  خوا د مالی کریډیټ د ترلاسه کولو   جوګه شي.

آئي ایم ایفدددغه پور په بدل کې  له پاکستانه  د انرژۍ په برخې د اصلاحاتو ،  دمالیاتو د زیاتولو  او د خلکو وهوساینې په لړ کې دبودجې د استفادې پر  څرنګوالي د دقیقې څارنې پشمول ځيني سختې او مشکلې غوښتنې کړي دي ، چې دپاکستان حکومت هم زیاتره غوښتنې منلي دي.

 د پاکستان د خزانې چارو وزیر اسحاق ډار  څه موده مخکې د پور د ترلاسه کونکو خبرواترو اوږدوالی  ددغه هیواد د دیوالیه کیدا ته د کاږلو په موخې سره د ځينو بهرنیو قدرتونو د لاسوهنو له امله بللی ؤ.

Image Caption