نړیواله ټولنه دې د فلسطینی ملت حقوق تضمین کړي
د پاکستان خارجه وزارت پخپلې اعلامیې کې د برخلیک دټاکنې د حق پشمول دخپلو حقوقو او آزادیو دبشپړتحقق لپاره د فلسطین د ولس له روا مبارزې څخه د اسلام اباد پرملاتړ ټينکار وکړ.
د پاکستان حکومت په جنین باندې د صهیونیسټي نیواکګر رژيم هوائي حملې او یرغل په کلکه محکوم کړل او پر نړیوالې ټولنې ئې غږ وکړ، دفلسطین دملت حقوق دې تضمین کړي.
ایرنا خبری اژانس راپورو رکړ ،دپاکستان خارجه وزارت پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ، چې د فلسطین د ولس د بشری حقوقو څخه د ملاتړ ضمانت او داسرائيلو دنیواکګرو پوځیانو دغیر قانوني او وحشي ډوله اقداماتو د درولو لپاره دې خپل مسئولیّت ته پابنده ووسي.
د پاکستان خارجه وزارت پخپلې اعلامیې کې د برخلیک دټاکنې د حق پشمول دخپلو حقوقو او آزادیو دبشپړتحقق لپاره د فلسطین د ولس له روا مبارزې څخه د اسلام اباد پرملاتړ ټينکار وکړ.
د صهیونیسټ وحشي رژيم پوځیانو د سه شنبې په ورځې هم په پرله پسې ددوهم ځل لپاره پر جنین ښار او د لویدیځي غاړې په شمال کې د کډوالو پر کیمپ مځکنۍ او هوائي هراړخیزو تیریو ته دوام ورکړی دی .
د فلسطین د روغتیائي چارو وزارت د اعلامیې په اساس، ددغو یرغلونو په نتیجې کې یولس عام خلک شهیدان او څه دپاسه سل نور ټپیان شوي دي چې په لسګونو نور مرګي حاله راپور شوي دي.