پاکستان په زاهدان کښې ترهګره حمله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i135478-پاکستان_په_زاهدان_کښې_ترهګره_حمله_وغندله
د پاکستان حکومت د ایران په زاهدان ښار کښې پرونۍ ترهګره حمله په کلکه وغندله چې له امله یې دوه امنیتي ځواکونه شهیدان شول.
(last modified 2023-07-08T23:36:21+00:00 )
Jul 09, 2023 04:04 Asia/Kabul
  • پاکستان په زاهدان کښې ترهګره حمله وغندله

د پاکستان حکومت د ایران په زاهدان ښار کښې پرونۍ ترهګره حمله په کلکه وغندله چې له امله یې دوه امنیتي ځواکونه شهیدان شول.

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کښې په زاهدان کښې د ترهګرې حملې په غندلو سره وویل چې له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې د ایران د حکومت او ولس ترڅنګ ولاړ دی.

پرون شنبه، د زاهدان ښار په شهداء محله کښې په د پولیسو په شپاړسمې تاڼې باندې د یوه ډله وسله والو په حمله کښې ۲ پولیس شهیدان شول. په ځوابي عملیاتو کښې د څلور واړو ترهګرو په هلاکت سره دغه حمله پاې ته ورسیدله.

له پيښې وروسته «جیش الظلم» ترهګرې ډلګۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هغې پړه ومنله.

د ویلو ده چې پاکستان خپله هم د ترهګرو حملو ښکار دی داشان چې تیره چارشنبه په شمالي وزیرستان کښې د تلاشۍ یوې پوسټې ته څیرمه په دغه شان یو برید کښې لږترلږه ۳ پاکستاني پوځیان مړه شول او لس تنه ملکي وګړي ژوبل شول.