د ایران سټراټیژۍ د امنیتي سرحدونو په امنه سرحدونو بدلول دي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i135786-د_ایران_سټراټیژۍ_د_امنیتي_سرحدونو_په_امنه_سرحدونو_بدلول_دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وویل د ایران د اسلامي جمهوریت سټراټيژۍ د امنیتي سرحدونو په امنه او اقتصادي سرحدونو بدلول دي او د سرحدي بازارچو پراخول او د انرژۍ په برخه کښې ملګرتیاوې د دغه سټراتيژۍ د تحقق لارې دي.
(last modified 2023-07-16T08:41:37+00:00 )
Jul 16, 2023 13:06 Asia/Kabul
  • د ایران سټراټیژۍ د امنیتي سرحدونو په امنه سرحدونو بدلول دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي وویل د ایران د اسلامي جمهوریت سټراټيژۍ د امنیتي سرحدونو په امنه او اقتصادي سرحدونو بدلول دي او د سرحدي بازارچو پراخول او د انرژۍ په برخه کښې ملګرتیاوې د دغه سټراتيژۍ د تحقق لارې دي.

د اسلامي ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي نن په تهران کښې د پاکستان د پوځ له مشر سید عاصم منیر سره په کتنه کښې په امنه او اقتصادي سرحدونو باندې د امنیتي سرحدونو په بدلولو کښې د چټکیا او د انرژۍ په برخه کښې د ملګرتیاو او د سرحدي بازارچو د پراختیا لپاره د دواړو هیوادونو په ډیر فعالیت ټینګار وکړ.

هغه په دې خبرې سره چې له ګاونډیو ، غږمله او مسلمانو هیوادونو سره د اړیکو پیاوړي کول د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرني سیاست لومړیتوب دی د اړیکو د پراخولو لپاره د اسلام اباد او د تهران جدي ارادې ته اشاره وکړه او ویې ویل د خپل مینځه موافقو په اجرا کښې چټکیا د پاکستان او د ایران د تجاري او د اقتصادي ملګرتیاو له مخکې څخه د پیاوړتیا او په نتیجه کښې د دواړو ګاونډیو هیوادونو د سیاسي اړیکو د سویو د پیاوړتیا سبب ګرځي.

د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي دغه راز د سیمې د هیوادونو په اړیکو کښې د خنډ د رامینځته کولو لپاره د دښمانانو هڅې ته په اشارې سره د متقابلو ظرفیتونو د تبادلې او  له موجودو زمینو او فرصتونو په استفادې سره د سیمه ئیزو او دوه اړخیزه تعاملاتو او ملګرتیاو په پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر هم له ګاونډیو هیوادونو په تیره بیا له پاکستان سره د اړیکو د پیاوړي کولو په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت د سیاست په شننې سره هغه د اسلامي دنیا لپاره ډیر ارزښمن فرصت وباله.