امریکایي وسلو ته د پاکستاني طالبانو لاسرسی
د پاکستاني چارواکو په وېنا د ټي ټي پي ترهګره ډله د پاکستان په ضد له امریکایي وسلو څخه کار اخلي.
د پاکستان دان ورځپاڼې د دې هیواد د چارواکو په حواله لیکلي: د تحریک طالبان پاکستان ډله د دې هیواد په امنیتي ځواکونو باندې په بریدونو کې په افغانستان کې د امریکې له پاته شویو وسلو څخه کار اخلي.
د دې راپور سره سم، په افغانستان کې د امریکې پر مختللې پاته شویو وسلو ته د پاکستاني طالبانو لاسرسي، د پاکستان لپاره یوه جدي امنیتي ننګونه رامینځ ته کړي ده.
د امریکا د کنګرس له راپور سره سم، امریکایانو له افغانستان څخه د وتلو پرمهال د اوو میلیارد ډالرو په ارزښت وسلې پرېښي دي، دا هغه وسلې دي چي امریکا د افغانستان مخکني حکومت ته ورکړي وې.
پاکستاني چارواکو په تېرو ورځو کې د افغانستان په سرپرست حکومت باندې د ټي ټي پي د ملاتړ تورونه لګولي دي خو د افغانستان سرپرست حکومت دغه تورونه بې بنیاده بولي.
د افغانستان د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستاني چارواکو د دغو تورونو په غبرګون کې وویل: پاکستان دې نورو باندې د تورونو د لګولو پر ځای خپلې کورنۍ ستونزې هوارې کړي.