پاکستان د افغانستان سلګونو کډوال ایستلي دي
شفقنا خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان سرچینو وویل پاکستان همدا اوس د افغانستان پینځه سوه دیرش ښاریز له هیواده ویستلي دي.
ایران او پاکستان د افغانستان د کورنیو جنګونو او د نیواک په وخت کښې له تیرو کلونو راهسې د افغانستان د کډوالو تر ټولو اصلي پناه ځایونه دي.
په اسلام اباد کښې د افغانستان د کډوالو د شورا د عمومي اړیکو مسوول «څارنوال وصال» د هستوګنې د کارتونو له تمدیدولو د پاکستان د چارواکو ډډه کول د افغانستان د پناه غواړو د پراخو ایستلو دلیل وباله.
وصال وویل په دغو افغان کډوالو کښې اکثرو امریکا ته د مهاجرت کولو نیت درلود او په همدې دلیل دوې پاکستان ته تللي وو خو د امریکا د چارواکو د ځواب د نه ورکولو په خاطر په پاکستان کښې سرګردانه پاتې دي.
دوه اونۍ مخکې په پاکستان کښې د افغانستان پناه غواړو د اعتراضیه غونډې په ترسره کولو سره له امریکا څخه د دوې د مهاجرت په غوښتنو باندې په چټک ډول د غور کولو غوښتنه وکړه.
د مهاجرت نړیوالې موسسې ايی او ایم(IOM) هم په تیرې دوشنبې ورځ وویل د روان میلادي کال د جولاۍ دمیاشتې له لومړۍ نیټې څخه تر پینځلسمې نیټې پورې د افغانستان څلور زره او اوه سوه شپږڅلویښت پناه غواړي له پاکستان څخه ایستل شوي دي.