له طالبانو څخه د شهباز شریف غوښتنه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i136596-له_طالبانو_څخه_د_شهباز_شریف_غوښتنه
د پآکستان لومړي وزیر شهباز شریف په خیبر پښتونخوا په ایالت کې له خونړی ترهګریز برید څخه وروسته، د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چي ترهګرو ته د پاکستان په ضد د افغانستان د خاورې د کارولو اجازه ور نه  کړي او د هغوی په ضد اقدامات وکړي.
(last modified 2023-08-03T05:27:51+00:00 )
Aug 03, 2023 09:54 Asia/Kabul
  • له طالبانو څخه د شهباز شریف غوښتنه

د پآکستان لومړي وزیر شهباز شریف په خیبر پښتونخوا په ایالت کې له خونړی ترهګریز برید څخه وروسته، د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه وکړه چي ترهګرو ته د پاکستان په ضد د افغانستان د خاورې د کارولو اجازه ور نه  کړي او د هغوی په ضد اقدامات وکړي.

په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په باجوړ سیمه کې د فضل الرحمان په مشری د جمعیت علمای اسلام د ګوند په غونډه باندې خونړی ځانمرګی بریدو وشو چي د امله له ۶۰ کسانو زیات ووژل شو او له ۲۰۰ زیات ټپیان شول.

شهباز شریف په روغتون کې له ژوبل شویو کسانو سره د ملاقات پر مهال رسنیو ته وویل:  د طالبانو حکومت د ترهګرو له لورې د افغانستان د خاورې د کارولو د مخنیوی لپاره باید مشخص اقدامات تر سره کړي.

دا لومړی ځل نه دی چي پاکستاني چارواکو د طالبانو له سرپرست حکومت څخه دغه شان غوښتنې مطرحوي، د پاکستان له نظره، د ټي ټي پي د ترهګرې ډلې عناصر چي د پآکستان له دولت سره په جنګ کې دی، په افغانستان کې پټ شوي دي او د پاکستان په ضد د دې هیواد له خاورې نه  کار اخلي.

د سیاسي چارو شناند مولوي مفلح په دې اړه وایي:  پاکستان له طالبانو سره، ملګری او متحد پاته شوی، لیکن په وروستیو میاشتو کې او په ځانګړې توګه په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د طالبانو د سرپرست حکومت له لورې د ځان د خپلواک ښودلو لپاره هلې ځلې، د دواړو لورو اړیکې کړکېچنې کړي دي، په دې منیځ او مان کې بیا په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو زیاتوالې د دغو اړیکو د لا خرابېدو لامل شوی دی.

مهمه مساله دا ده چي د باجوړ د خونړي برید مسئولیت د داعش ترهګره ډله په  غاړه اخیستې ده، داسي ترهګره ډله چي په افغانستان او پاکستان کې خپل ترهګریز فعالیتونه زیات کړی دی. دا کولایشي د سیمې د امنیت لپاره جدې اندېښنې رامینځته کړي، وروستي راپورونه ښیي چي داعش ترهګره ډله په سوریې او عراق کې ماته خوړلې او اوس غواړې د امریکایانو په مرسته په افغانستان کې ځانته ځای وموندي. داسي یو حالت چي کولایشي د افغانستان او پاکستان د هیوادونو لپاره جدی امنیتي ننګونې رامینځ ته کړي.

د افغانستان د چارو یو بل کارپوه امین فرجاد په دې اړه  وایي:  هغه داعش چي د باجوړ د خونړي برید مسئولیت په  غاړه واخیسته، معلومه نه ده چي پاکستان کې فعالیت کوي او که هغه داعش دی چي په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې ترهګریز بریدونه تر سره کړي دي. له دې خبرو که ورتېر شو، د باجوړ چاودنه ښیي چي ترهګر داعش زیات شمېر تجهیزات او چاودېدونکو توکو ته لاسرسي موندلی دی او د پاکستان د امنیتي اداراتو څخه په تېرېدو باندې بریالی شوی دی، چي دا ډېره خطرناکه مساله ده.

د پاکستاني رسنیو له راپور سره سم، د دې هیواد لومړي وزیر په دغه شان بریدونو کې د افغان ښاریزو له لاس لرلو او د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو له ازادانه فعالیت څخه سخته اندېښنه ښودلې ده، چي د امله کېدایشي په پآکستان کې د افغانستان په مهاجرو باندې فشارونه نور هم زیات شي.

بلاول بوتو زرداري وایي چي د افغانستان سرپرست حکومت منظم فوځ، د ټروریزم ضد ځواکونه او پوله ساتې نه لري، په دې خاطر له ټروریزم سره په مبارزه کې او د دواړو هیوادونو د سرحداتو د امنیت په تامینولو کې ستونزې رامینځ ته شوي دي.

خو ها خوا بیا په افغانستان کې د طالبانو د سرپرست حکومت چارواکي د پاکستان دغه ډول ادعاوې بې بنیاده ګڼي، او له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د حکومت دسختې مبارزې خبره کوي او په پآکستان کې چاودنې او ترهګریز بریدونه د دې هیواد کورنۍ مساله بولي، داسي مساله چي د کابل او اسلام آباد تر مینځ په اړیکو یې سیورې غځولې ده.