په مؤقت ډول د عمران د محاکمې ځنډیدل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i136646-په_مؤقت_ډول_د_عمران_د_محاکمې_ځنډیدل
د پاکستان محکمې د دولتی ډالیو د پلور په تور د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان محاکمه په مؤقت ډول وځنډوله.
(last modified 2023-08-04T21:47:49+00:00 )
Aug 05, 2023 02:16 Asia/Kabul
  • په مؤقت ډول د عمران د محاکمې ځنډیدل

د پاکستان محکمې د دولتی ډالیو د پلور په تور د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان محاکمه په مؤقت ډول وځنډوله.

د پاکستان محکمې د دولتی ډالیو د پلور په تور د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان محاکمه په مؤقت ډول وځنډوله.

د سپوتنیک خبري اژانس د راپور له مخې د پاکستان سترې محکمې د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د عمران خان محاکمه وروسته له هغې وځنډول شوه چې دغې محکمې له ټيټې محکمې وغوښتل چې د دغه هیواد د انتخاباتو د کمیسیون له خوا وړاندې شوی قانوني شکایت د یوې برخې په توګه وڅیړي.

حقوق پوهان وايي، که د پاکستان پخوانی لومړی وزیر په دې قضیه کې مجرم ثابت شي، نو هغه به ونه شي کولای چې د نومبر میاشتې په ټاکنو کې برخه واخلي.

په دې لړ کې د پاکستان د ټاکنو کمیسیون (ای سي پي) په دې وروستیو کې د اسلام اباد ښار له پولیسو غوښتي چې د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر او د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان د غیر ضمانتي نیولو امر صادر کړي.

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر د ۲۰۲۲ کال د اپریل په ۱۰ مه د یکشنبې په ورځ په پارلمان کې د ټولو ۳۴۲ رایو له جملې څخه د ۱۷۴ مثبتو رایو په ترلاسه کولو سره له خپلې دندې لیرې شو او پر ځای یې شهباز شریف وټاکل شو.

عمران خان تر اوسه نه دي منلي چې له هغه وروسته حکومت په رسمیت وپېژني.