د افغانستان سفیر له مولانا فضل الرحمن سره کتنه کړي ده
Aug 07, 2023 02:52 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان پلازمېنه اسلام آباد کې د افغانستان سفیر سردار احمد شکیب د جمعیت علماء اسلام ګوند له مشر مولانا فضل الرحمن سره په لیدنه کې په باجوړ سيمه کې د دې ګوند پر پلویانو د شوې چاودنې له امله له نوموړي سره خواشیني ښودلې.
اسلام آباد کې د افغانستان سفارت وايي، پدې لیدنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بې باورۍ له منځه وړلو، د دوه اړخیزه دوستانه اړیکو لاپیاوړتیا او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه هم تفصیلي خبري وشوې.
تر دې ليدنې مخکې د طالبانو حکومت په يوې اعلاميه کې د خیبر پښتونخوا په باجوړ ایجنسۍ کې د جمعیت علماء اسلام اړوند په یوه غونډه کې چاودنه غندلې او له متاثره شویو کورنیو سره يې خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې وه.
دوی ويلي دا ډول جنایات په هيڅ ډول د توجیه وړ نه دي.
ټیګونه