پاکستان کښې د افغان کډوالو بد حالت
د کډوالو د حقوقو د برخې فعالانو، په پاکستان کښې د افغان کډوالو د کور په کور لټون او د هغوي له نیولو څخه اندیښنه څرګنده کړې ده.
د کډوالو د حقوقو د برخې فعالانو، په پاکستان کښې د افغان کډوالو د کور په کور لټون او د هغوي له نیولو څخه اندیښنه څرګنده کړې ده.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، د کډوالو د حقوقو د ډکر ځینو فعالانو له پاکستانه وغوښتل چې د افغان کډوالو په وړاندې د نړیوالو اصولو خیال وساتي. دغه فعالان تاکید لري چې د پاکستان پولیس باید د افغانستاني کډوالو له ځورولو او تنګولو مخنیوی وکړي.
له بلې خوا په پاکستان کښې ځینو افغان کډوالو رسنیو ته ویلي دي چې پولیس په ډیرو سیمو کښې د کډوالو د نیولو لپاره کور په کور لټون کوي.
یوشمیر افغان کډوالو هم ویلي دي چې د پاکستان پولیس د هغوي په کورونو باندې په یرغل سره، دوي وهي ډبوي او نیسي یې.