چین په پاکستان کې خپلو ښاریزو ته امنیتی خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i137100-چین_په_پاکستان_کې_خپلو_ښاریزو_ته_امنیتی_خبرداری_ورکړ
د چین سفارت په خپله بیانیه کې دغه حمله غندلی او د دغې حملې له عواملو سره په مقابله کی د پاکستان د امنیتی عسکرو د سملاسی او اغیزمن غبرګون ستاینه کړی ده
(last modified 2023-08-13T22:00:24+00:00 )
Aug 14, 2023 02:21 Asia/Kabul
  • چین په پاکستان کې خپلو ښاریزو ته امنیتی خبرداری ورکړ

د چین سفارت په خپله بیانیه کې دغه حمله غندلی او د دغې حملې له عواملو سره په مقابله کی د پاکستان د امنیتی عسکرو د سملاسی او اغیزمن غبرګون ستاینه کړی ده

 

په پاکستان کې د چین سفارت خپلو ښاریزو ته د امنیتی خطر خبرداری ورکړ .وسله والو کسانو پرون په ګوادر ښار کې د چینی انجنیرانو په کاروان حمله وکړه چی د پاکستان پوځ د دغې حملې د تایدولو په ترڅ کې وویل چی په سملاسی او غچ اخیستونکی اقدام کې دوه حمله کونکي وژل شوي او امنیتی عسکرو یا ملکیانو ته هیڅ تاوان ندې رسیدلی .

د بلوچ  د ازادی غواړی پوځ ویندوی په یوه بیانیه کی د دغې حملې پړه پرغاړه اخیستی ده .

د چین سفارت په خپله بیانیه کې دغه حمله غندلی او د دغې حملې له عواملو سره په مقابله کی د پاکستان د امنیتی عسکرو د سملاسی او اغیزمن غبرګون ستاینه کړی ده

 له بلې خوا هغه بله ورځ هم د پاکستان د بلوچستان صوبې په ګوادر سیمه کښې له امنیتي ځواکونو سره د ډزو په تبادلې کښې یو ترهګرهلاک او درې نور ژوبل شوی وو .

دغه ډزې په سیمه کښې د ترهګرو د شتون په هکله د پوځي عملیاتو د ترسره کیدا په وخت رامینځته شوي دي.

د پاکستان امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړه او د پلټنې عملیات یې پیل کړل.

دغه راز د پاکستان د باجوړ په چارمنګ سیمه کښې  کښې هم په پوځي عملیاتو کښې څلور ټروریسټان ووژل شول او یو ونیول شو او له  ترهګرو څخه وسلې ، تجهیزات ، چاودیدونکي مواد او ځان وژونکي جیکټونه کشف شول.

په عملیاتو کښې د پاکستان د ملیشا ځواکونو څلرویشت کلن سپاهي محمد شعیب هم ووژل شو.

د تیر میلادي کال په نوامبر میاشت کښې د پاکستان له حکومت سره د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې د اوربند د ختمیدا له اعلان وروسته په ټول هیواد کښې په تیره بیا خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کښې ترهګرې حملې او بم چاودنې زیاتې شوي دي.