اسلام اباد: په خوست کې مو د تحریک طالبان غړي وژلي
پاکستان ادعا کړې چې د افغانستان په خوست ښار کې د چاودنې په پایله کې د تحریک طالبانو غړي وژلي دي.
پاکستان ادعا کړې چې د افغانستان په خوست ښار کې د چاودنې په پایله کې د تحریک طالبانو غړي وژلي دي.
پاکستان امنیتي سرچینو ادعا کړې چې د افغانستان په خوست ښار کې د دوشنبې په ورځ په چاودنه کې وژل شوي کسان د تحریک طالبان پاکستان د تروریستي ډلې غړي وو.
د ایرنا د راپور له مخې د پاکستان امنیتی سرچینو د سه شنبې په ورځ ادعا وکړه چې د خوست په ښار کې د چاودنې اصلی هدف د تحریک طالبان پاکستان ډله وه چې د دغې ډلې د حافظ ګل بهادر څانګې څلور جنګیالي ووژل شول.
دغه راز د پاکستاني طالبانو د ډلې يوه مشر د دغه هېواد سیمه ییزو رسنيو ته ويلي چې دغې ډلې د افغانستان په خوست کې د پرونۍ چاودنې له امله خپل څلور غړي له لاسه ورکړي دي.
دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې د پاکستان پوځ له دې مخکې د پاکستاني طالبانو په نښه کولو لپاره د افغانستان په خاوره کې د عملیاتو د ترسره کولو څخه خبر ورکړی وو.
پاکستان د افغان طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان په پټنځایونو تورنوي او ادعا کوي چې د افغانستان طالبان د دغه هېواد په خاوره کې دوی ته ځآی ورکړی، خو طالبانو دغه ادعاګانې رد کړي دي.