د پاکستانۍ کلدارو ارزښت مخ په ښکته روان دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستانۍ کلدارو په بدل کې د ډالرو ارزښت په پرلپسې ډول د پام وړ ډېر شوی او هلته د چارسمبالي حکومت له جوړېدو وروسته پرون 'سې شنبه' د ډالرو پر وړاندې کلداره خپلې ټېټې کچې ته رالوېدلې ده.
د رپوټونو له مخې پاکستان کې پرون د ډالرو بیه ۳ اعشاریه ۲۶ روپۍ اضافه شوې.
له دې زیاتوالي سره په بانکي مارکېټ کې د یوه ډالرو پر وړاندې د کلدارو بیه ۲۹۱ اعشاریه ۷۵ ته رسېدلی خو په ازاد بازار کې ډالر د پاکستاني کالدارو پر وړاندې ۲۹۸ روپیو بدلېږي.
پاکستاني رسنیو دا د روپیو 'ریکارډ' کموالی بللی دی.
د ونډو کاروبار یانو په باور کلداره د دوه مهمو دلایلو له کبله په پرلپسې ډول خپل ارزښت بایلي، لومړی دا چې پاکستان اړ دی ځينې پورونه ورکړي او بل دا چې د پیسو نړیوال وجهي صندوق د نویو شرطونو له مخې د د ډالرو پیر او پلور ازاد دی.
د دې تر څنګ پاکستان کې سیاسي بې ثباتیو، وروستیو ناامنیو او اقتصادي کړکېچونو هم خپل سیوری غوړولی او د کلدارو ارزښت بایلود تر څنګ یې د توکو په بیو هم منفي اغېز کړی دی.
پاکستان کې په پرلپسې ډول خوراکي توکي او نور لومړني مواد ګران شوي او ولس له بې روزګارۍ سر ټکوي.
تېره جولای میاشت کې د پیسو نړیوال وجهي صندوق پاکستان ته د درې میلیارده ډالرو پور ورکولو هوکړه تایید کړ،ه خو د دې لپاره یې سخت شرایط ایښي دي.
د ای ایم اېف مسوولینو په یوه اعلامیه کې ویلي، د دې ټول نهه میاشتني پروګرام هدف پاکستان کې د اقتصادي ثبات رامنځته کولو سره مرسته کول دي.
ای ایم ایف مسوولین دغه راز وايي، له پاکستان سره دا هوکړه داسې مهال کېږي چې د نړیوالو شرایطو، ویجاړونکو سېلابونو او په پالیسیو کې د ګډوډۍ له کبله د پاکستان داخلي او بهرنی سوداګریز زیان ډېر شوی، د اړتیاوړ توکو بیې لوړې شوې او د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ مالي کال په ترڅ کې د دې هېواد اسعارو زېرمې کمې شوې دي.
