د پاکستان موقتې کابینې لوړه وکړه
د پاکستان د موقتې کابینې شپاړسو غړو د پنجشنبې په ورځ یو لړ مراسمو په ترڅ کې د لوړې مراسم ترسره کړل.
د پاکستان د موقتې کابینې شپاړسو غړو د پنجشنبې په ورځ یو لړ مراسمو په ترڅ کې د لوړې مراسم ترسره کړل.
په دې مراسمو کې د پاکستان ولسمشر عارف علوي، سیاسي او پوځي چارواکو او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی وو.
د پاکستان د اساسي قانون له مخې دغه حکومت به د ملي ټاکنو تر ترسره کېدو پورې د چارو مشري پر غاړه ولري.
په داسې حال کې چې د پاکستان د لومړي وزیر په توګه د انوارالحق کاکړ له پېژندل کېدو درې ورځې تېرې شوې، د دغه هېواد د مؤقتې کابینې غړو تر پېژندل کېدو وروسته لوړه وکړه.
د اکسپریس نیوز د را پورونو له مخې د پاکستان په موقته کابينه کې د بهرنيو چارو وزير جليل عباس جيلاني، د کورنيو چارو وزير په توګه سرفراز بګټي، شمشاد اختر د مالیې وزیر په توګه او سید انور علي حیدر د دغه هېواد د دفاع سرپرست وزیرانو په توګه ټاکل شوي.
دغه راز احمد عرفان د دغه هېواد د قانون د وزیر په توګه، مرتضی سولنګی د اطلاعاتو د وزیر، خلیل راج د بشري حقونو د وزیر، شاهد اشرف تارړ د سړکونو د وزیر او جمال شاه د مالي میراث د وزیر په توګه ټاکل شوي دي.
د پاکستان په کابینه کې ګوهر اعجاز د نساجي وزارت، ندیم جان د روغتیا وزیر، عمر سیف د معلوماتي ټیکنالوژۍ وزیر، محمد علي د انرژۍ وزیر او عنیق احمد د مذهبي چارو وزیر ټاکل شوي دي.
سرچینې وایي، د پاکستان د پلان او پوهنې وزیرانو هم لوړه کړې او ژر به د پاکستان د لومړي وزیر نور وزیران او سلاکاران هم معرفي شي.