د پاکستان لوړې محکمې د عمران خان د خوشي کیدا حکم ورکړ
ایرنا خبري اژانس د پاکستان د رسنیو په قول راپور راکړی د اسلام لوړې محکمې د څنګ ته کړې شوي لومړي وزیر عمران خان په غوښتنې باندې په غور کولو سره چې همدا اوس د اټک په زندان کښې دی د هغه د نیول کیدا حکم وځنډوه او د عمران خان د خوشي کیدا حکم یې ورکړ.
د پاکستان د پلازمینې د اسلام اباد د لومړې محکمې مشرنن د پخواني لومړي وزیر عمران خان د بندي کیدا د ځنډیدا د حکم په ورکولو سره وویل د عمران خان محاکمه کیدل د هیواد له قوانینو سره په تضاد کښې ترسره شوي دي.
د اسلام اباد د لوړې محکمې مشر پولیسو او فیډرال استخباراتي ادارې ایف ايي ای ته حکم ورکړ چې د عمران خان پرضد د مالي فساد د دوسیې په هکله نوي څیړنې وکړي او نتیجې یې محکمې ته اعلان کړي.
په عین حال کښې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان یوه وکیل نعیم پانجوټا پرون وویل په کویټه ښار کښې د یوه مدافع وکیل وژلې ته اړونده د عمران خان پرضد تورونه د یوې محکمې لخوا رد شول.