د کرکټ داسیايي کپ سیالۍ له ننه پیلېږي
د کرکټ اسیايي جام سیالۍ چې د پاکستان او سریلانکا په کوربه توب ترسره کېږي په لاهور کې د پاکستان او نیپال په سیالۍ سره پیلېږي.
پاکستان له هند او نیپال سره په Aاو افغانستان له بنګله دېش او سریلانکا سره په B ګروپ کې دی.
په دې سیالیو کې د اسیا ۶ پیاوړې لوبډلې لکه ، پاکستان، هند سریلانکا، بنګله دېش، افغانستان، او نیپال شاملې دي.
افغانستان تر دې مخکې له بنګله دېش او سریلانکا سره څو ځلې مخامخ شوی او څو سیالۍ یې ورڅخه ګټلي دي.
د افغانستان لومړۍ سیالۍبه د سپټمبر په دریمه له بنګله دېش سره په لاهور کې وي.
د افغانستان دوهمه سیالي به د سپټمبر په پنځمه له سریلانکا سره وي.
پاکستان نن له نیپال سره چې په دواړو ګروپونو کې تر ټولو کمزوری ټیم انګېرل کېږي، په داسې حال کې مخامخ کېږي چې تازه یې له افغانستان څخه د دریو یو ورځنیو سیالیو لړۍ وګټله او اوس په نړۍ کې د یو ورځنیو سیالیو په فارمټ کې لومړی ځای لري.
په سږني اسیايي کپ کې چې د سپټمبر تر ۱۷ نېټې دوام کوي، ۱۳ لوبې کېږي.