د افغانستان حکومت د پاکستان ځینې ترهګر نیولي دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د بهرنیو چارو موقته وزیر جلیل عباس جیلاني پرون وویل چې د افغانستان د طالبانو حکومت په پاکستان کښې د ځینو ترهګرو حملو مسوول کسان نیولي دي او د اسلام اباد چارواکي ېې له دغه خبرې خبر کړي دي.
جلیل عباس جیلاني دغه خبره په خارجه وزارت کښې له خبریالانو سره د مرکې په هکله د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کښې د ترهګرو حملو د پلانیدا په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کښې وکړه.
د پاکستان د خارجه وزیر دغه خبرې په داسې حال کښې دي چې په هیواد کښې ترهګرۍ پیښې او حملې په زیاتیدا دي او د تیر کال په نوامبر میاشت کښې د تحریک طالبان پاکستان ترهګرې ډلې لخوا په حکومت سره د اوربند د موافقې له ختمولو وروسته اوس په پاکستان کښې ترهګر بریدونه او حملې زیاتې شوي دي.
د پاکستان پوځ او پخواني لومړي وزیر شهباز شریف په افغانستان کښې د تحریک طالبان پاکستان ډلې د امنه پناه ځایونو او د هغوې په ازادۍ سره د فعالیتونو د ترسره کولو په هکله اندیښنې څرګندې کړي وې او ویلي وو چې په پاکستان کښې په ترهګرو حملو کښې د افغانستان ښاریز هم ګډون لري او له کابل څخه یې غوښتي وو چې د ټروریسټانو پرضد اقدام وکړي.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ویلي وو پاکستان ته سپارښتنه کړي وه چې په نورو باندې د تور د لګولو پرځاې خپل داخلي مشکلات په خپله حل کړي.
د افغانستان د طالبانو حکومت تور لګولی دی چې د پاکستان د داعش ترهګرې ډلې په لسګونو غړي یې تیر کال په افغانستان کښې وژلي یا نیولي دي.
دغه راز ملګروملتونو ویلي دي چې تحریک طالبان پاکستان ترهګره ډله او د افغانستان له طالبانو او القاعده ډلو سره نورې اړونده ډلې داعش ډلې ته د ناټو تړون د غړیو هیوادونو وسلې ورکوي او دغه چاره جنګي سیمو او ګاونډیو هیوادونو ته یو جدي ګواښ ورپیښوي.