په افغانستان کې د ترهه ګرۍ خطره هماغه شان باقي پاتې ده
له افغانستانه د امریکائي پوځیانو له وتلو وخت راهسې،په پاکستان کې په ډيرو ترهه ګرو حملو کې څه دپاسه یو زر پنځه سوه کسان وژل شوي او دغه راز په زرګونو نور ټپیان شوي دي .
په امریکا کې د پاکستان سفیر مسعود خان ووئيل، له افغانستانه د امریکائي عسکرو له وتلو وروسته په دغه هیواد کې دترهه ګرۍ خطره هماغه شان پخپل ځاي باقي پاتې ده.
مسعود خان په یولړ څرګندونو کې په دغه هیواد کې د ناکراریو زیاتیدا ته په اشارې سره ووئيل، له افغانستانه د امریکائي پوځیانو له وتلو وخت راهسې،په پاکستان کې په ډيرو ترهه ګرو حملو کې څه دپاسه یو زر پنځه سوه کسان وژل شوي او دغه راز په زرګونو نور ټپیان شوي دي .
په امریکا کې د پاکستان سفیر په دې خبرې کولو سره چې د امریکائي پوځیانو له وتلو وروسته په افغانستان کې دترهه ګرۍ خطره هماغه شان شته ،ووئيل،اسلام اباد او واشنګټن فیصله کړې ده ، اوسني ګواښونه له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې د ملګرتیا له لارې له مینځه یوسي.
د پاکستان سفیر په دغو څرګندونو کې وئيلي دي،د سیمې درست ثبات دافغانستان له وضعیّت سره اړوندیږي او پاکستان او امریکا په وروستیو دوو کلونو کې په امنیتی حوزې کې د دوو اړخیزو ملګرتیاؤ په ساتلو کې بریالي شوي دي .
له دې مخکې هم د پاکستان حکومتی او پوځي چارواکو په دغه هیواد کې د حملو د زیاتیدا مسئولیّت د افغانستان په اوږو وراچولی دی او په دې ادعا سره چې کابل دپاکستان په ضد د افغانستان له خاورې د نه استفادې لپاره خپل مسئولیّت نه اداکوي، په افغانستان کې ئې د پوځي عملیاتو دترسره کولو په باب خبرداري ورکړي دي.