پاکستان له ګاونډیوهیوادونو سره د اړیکو په پیاوړتیا ټینګاروکړ
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i138116-پاکستان_له_ګاونډیوهیوادونو_سره_د_اړیکو_په_پیاوړتیا_ټینګاروکړ
ده زیاته کړه مونږه باوری یو چی د بهرني پانګونې زیاتیدا د پاکستان مخې ته د اقتصادي مساییلو د حل لپاره اغیزمنه لاره چاره ده .
(last modified 2023-09-05T23:26:52+00:00 )
Sep 06, 2023 03:48 Asia/Kabul
  • پاکستان له ګاونډیوهیوادونو سره د اړیکو په پیاوړتیا ټینګاروکړ

ده زیاته کړه مونږه باوری یو چی د بهرني پانګونې زیاتیدا د پاکستان مخې ته د اقتصادي مساییلو د حل لپاره اغیزمنه لاره چاره ده .

 

زمونږ خبریال راپور راکوی د پاکستان لومړی وزیر انوار الحق کاکړ په اسلام اباد کې د ایران په شمول د بهرنیو رسندویو له استازیو سره په کتنه کې له ګاونډیو او د سیمې له هیوادونو سره د اړیکو په پیاوړتیا او پراختیا ټینګار وکړ .

ده زیاته کړه مونږه باوری یو چی د بهرني پانګونې زیاتیدا د پاکستان مخې ته د اقتصادي مساییلو د حل لپاره اغیزمنه لاره چاره ده .

کاکړ په بلوچستان صوبه کې د مسو او سرو زرو ۶ ټریلیون ډالری عظیمو زیرمو ته په اشاری سره وویل اسلام اباد د خپلو معدنو د ویستلو لپاره د ملګرو هیوادونو له تجروبې د استفادې غوښتونکې دې .

ده همداراز وویل له افغانستانه د امریکا په بیړې وتل سبب شول چی خپلې وسلې او د پخوانی دولت وسلې له طالبانو پرته نورو وسله والو ډلو لاس ته ورشی