پاکستان د افغانستان له خاورې د احتمالي بریدونو په هکله اندیښنه وښودله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i138288-پاکستان_د_افغانستان_له_خاورې_د_احتمالي_بریدونو_په_هکله_اندیښنه_وښودله
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوځل بیا د افغانستان له خاورې د ترهګرو حملو له ګواښه اندیښنه څرګنده کړه.
(last modified 2023-09-09T23:45:27+00:00 )
Sep 10, 2023 04:13 Asia/Kabul
  • پاکستان د افغانستان له خاورې د احتمالي بریدونو په هکله اندیښنه وښودله

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوځل بیا د افغانستان له خاورې د ترهګرو حملو له ګواښه اندیښنه څرګنده کړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوځل بیا د افغانستان له خاورې د ترهګرو حملو له ګواښه اندیښنه څرګنده کړه.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې، د پاکستان د خارجه وزارت ویاندې زهرا بلوچ پرون په یوې خبري غونډې کښې وویل: اسلام آباد د خپل هیواد په سرحدي پوسټو باندې له ترهګرو بریدونو اندیښمن دی.

دغه ویاندوې دې ټکي ته په اشارې سره چې په افغانستان کښې ډیره اندازه وسله د ترهګرو لاس ته ورغلې ده، وویل: پاکستان د افغانستان له خاورې ګواښل کیږي.

هغې وویل چې پاکستان د کابل له چارواکو سره خپله اندیښنه شریکه کړې ده او صلاح مشورې یې دوام لري.