Sep 11, 2023 13:39 Asia/Kabul
  • د پآکستان په پېښور کې چاودنه شوې ده

په پېښور ښار کې د امنیتي ځواکونو په یوې ګزمې باندې چاودنه شوې چي د امله یې یو شمېر امنیتي ځواکونو ته مرګژوبله اوښتې ده.

په تېرو دوو کلونو کې په پاکستان کې ترهګریز بریدونه په بې سارې توګه زیات شوی دی، په تېر یوه کال کې د پاکستان په خیبر پختونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د بریدونو پړه داعش او تحریک طالبان پاکستان ډله په غاړه واخیسته.

د ایرنا له راپور سره سم، نن سهار د پېښاور د ښار په ورسک سیمه کې د فوځیانو په ګزمې چاودنه وشوه چي د امله یې یو کس ووژل شو او ۱۱ تنه ټپیان شول.

تر دې دمه د دې برید مسئولیت هیڅ یوه ډله په غاړه اخیستې نه ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر په یوه اعلامیه کې ویلي: له ټروریزم سره به جنګ دوام وکړي او پاکستان کې د ټروریزم او تاوتریخوالې ځای نه دی.

د پآکستان فوځ په دې وروستیو کې د خیبر پختوانخوا او بلوچستان ایالتونو په شمول په مختلفو سیمو کې پراخ عملیاتونه پیل کړي دي.

د پاکستان فوځ تېره ورځ ویلي وه چي د خیبر پختونخوا په اورسون سیمه کې د عملیات پر مهال ۷ ترهګر وژل شوي او ۶ نور ټپیان شوي دي.

د پاکستاني رسنیو له راپور سره سم، تېرو ورځو کې هم د افغانستان له پولو څخه په پاکستاني ځواکونو برید شوی وو چي په کښې ۱۲ ترهګر وژل شوي وه.

 

 

 

 

 

 

ټیګونه