د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترينګلتيا اصلي لامل د ټي ټي پي پر خلاف نه اقدام دی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i138652-د_افغان_طالبانو_او_پاکستان_ترمنځ_د_ترينګلتيا_اصلي_لامل_د_ټي_ټي_پي_پر_خلاف_نه_اقدام_دی
يوې پاکستانۍ رسنۍ راپور ورکړی چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پوله پرانيستل شوه، خو د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ اساسي کړکېچ لاهم نه دی حل شوی.
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Sep 17, 2023 10:22 Asia/Kabul
  • د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ د ترينګلتيا اصلي لامل د ټي ټي پي پر خلاف نه اقدام دی

يوې پاکستانۍ رسنۍ راپور ورکړی چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ پوله پرانيستل شوه، خو د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ اساسي کړکېچ لاهم نه دی حل شوی.

د اطلاعات روز ورځپاڼې د خبر له مخې، رسمي سرچينو ايکسپريس ټريبيون ته ويلي، چې د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د روانې ترينګلتيا اصلي لامل د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر خلاف اقدام نه کول دي.

دې پاکستاني رسنۍ زياته کړې چې د پولې د خلاصولو پرېکړه د افغانستان د طالبانو د رهبرۍ تر مداخلې وروسته وشوه.

د افغان طالبانو د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان مقتي په کابل کې د پاکستان له ډيپلوماټيک پلاوي سره خبرې وکړې.

همدا راز، د افغان طالبانو د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج الدين حقاني هم له پاکستان سره اړيکه نيولې او د بشرپالو دلايلو پر اساس يې د دروازې د پرانيستلو غوښتنه کړې.

سرچينې وايي، چې د افغانستان د طالبانو رهبرۍ ضمانت ورکړی چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کاریږي.