Sep 30, 2023 11:59 Asia/Kabul
  •   پاکستان د غیرقانوني افغان پناغواړو ویستلو ته جدي دی

د پاکستان حکومت به په نزدې راتلونکي کې د افغانانو پشمول دغیر قانوني پناه غواړو  له خوا ددغه هیواد د پریښودو لپاره د یوې میاشتني  مهلت  له ختمیدا وروسته له زوره کار واخلي.

د پاکستان حکومت به په دغه هیواد کې ددیره غیرقانوني مهاجرو د ویستلو لپاره د یوې میاشتنی مهلت ختمیدا وروسته له هیواده ددوي د ویستلو لپاره پراخ عملیات پيل کړي.

زمونږ خبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ،د پاکستان رسندویو نن راپور ورکړی،د پاکستان حکومت به په نزدې راتلونکي کې د افغانانو پشمول دغیر قانوني پناه غواړو  له خوا ددغه هیواد د پریښودو لپاره د یوې میاشتني  مهلت  له ختمیدا وروسته له زوره کار واخلي.

د راپورونو په اساس،ددغې یوې میاشتنس مهلت له ختمیدا وروسته،دهغو کډوالو په ضد چې زیاتره ئې افغانان دي،د ویستلو لپاره دپراخو عملیاتو نیّت لري.وئيل کیږي، چې دغه نوی سیاست به په نزدې راتلونکو ورځو کې د پاکستان د کورنیو چارو د و زیر سرفراز بګټي له خوا  اعلان شي. له دې مخکې  هم راپور ورکړل شوی ؤ چې د پاکستان  حکومت  په یوې نوی فیصلې کولو سره  له پاکستانه د  هغو کابو یو میلیون افغان پناه غواړو د ویستلو په لټه کې دی چې په غیر قانوني توګه په دغه هیواد کې اوسیږي.

 د پاکستان موقتي حکومت کابینې اړونده چارواکو ته اجازت ورکړی دی څو دغیر قانوني افغان کډوالو د بیرته لیږد لپاره  دې شرائط برابر کړي او د اسلام اباد له دغې فیصلې د افغانستان د طالبانو حکومت خبر کړی شوی دی. راپورونه ښئ په پاکستان کې تر دې دمه ټول کابو پنځه میلیون افغان کډوال شپې سب کوي.   

 

ټیګونه