پاکستان ایران پرضد د امریکا د بایکاټونو په لغوه کولو ټینګار وکړ
Oct 06, 2023 01:45 Asia/Kabul
مونږه د دوه اړخیزه تجارت او د سیمه ایزو ارتباطاتو د پیاوړتیا غوښتونکی یو خو ایران پرضد بایکاټونو د پاکستان په شمول ګاونډیان له مشکل سره مخامخ کړي دي .
د ایرنا له راپور سره سم د افغانستان په چارو کی د پاکستان ځانګړی استازی اصف علی خان درانی د امریکا او لویدیځ په دوه ګوڼی کړچار په نیوکې سره وویل مونږه د دوه اړخیزه تجارت او د سیمه ایزو ارتباطاتو د پیاوړتیا غوښتونکی یو خو ایران پرضد بایکاټونو د پاکستان په شمول ګاونډیان له مشکل سره مخامخ کړي دي .
دغه پاکستانی چارواکی وویل د ایران بایکاټ د پاکستان د غیر مستقیم بایکاټ په شان دی ځکه چی د یواړخیزه بایکاټونو په شتون سره مونږه له خپل ګاونډی سره د تجارتي اړیکو د پراختیا وس نلرو او د پاکستان صادرات هم ندي زیات شوي .
ټیګونه