له پاکستانه ددرستوهیوادونواوسیدونکی غیرقانونی پناه غواړی ویستل کیږي
د پاکستان خارجه وزیر په دغه هیواد کې د اوسیدونکو غیر قانونی پناه غواړو دویستلو د پلان پر اجراپه ټينګار سره ووئيل،په دغه پلان کې دټولو هیوادونو اوسیدونکي غیر قانوني پناه غواړي شامل دي
په پاکستان کې اوسیدونکو دغیر قانوني پناه غواړو د ویستلو د پلان په اساس له راتلونکي میاشت به له دغه هیواده یوازې یو میلیون اوه لکه غیر قانوني افغان پناه غواړي وویستل شي.دغه پلان د افغانستان د حکومت او د بشری حقوقو دفاع کونکو اورګانونو له سختو نیوکو سره مخ شوی دی.
تسنیم خبری اژانس راپور ورکړی،د پاکستان خارجه وزیر جلیل عباس جیلاني پرون په یولړ څرګندونو کې ووئيل، هغه پناه غواړي چې قانونی مدرکونه نه لري،نور په دغه هیواد کې د پاتیکیدو اجازت نه لري.
جیلاني د افغان پناه غواړو د ویستلو لپاره ټاکل شوي نیټې ته په اشارې سره ووئيل،دا یوازې داسې کومه فیصله نه ده چې اسلام اباد دافغان کډوالو لپاره کړې ده ،بلکې په دغې فیصلې کې د درستو هیوادونو مدرک نه لرونکي ټول پناه غواړی شاملیږي.
له بل پلوه په پاکستان کې دافغانستان د طالبانو حکومت کنسول عبدالجبار تخاري ووئیل،پاکستاني پوځیان په دغه هیواد کې له هغو افغانانو سره هم سم چلند نه کوي چې قانوني مدرکونه لري.