پاکستاني محصلینو د «لبیک یا قدس» چغې پورته کړې
د پاکستان محصلینو د «لبیک یا قدس» په چغو سره د صهیونیسټي رژیم خلاف مظاهرې وکړې.
د پاکستان په پلازمینې اسلام آباد کښې د مختلفو پوهنتونونو ګڼو محصلینو په راغونډیدو سره د غزې خلاف د صهیونیسټي رژیم د بریدونو په غندنې او د فلسطینیانو په ملاتړ کښې مظاهرې ترسره کړې.
معترضو پاکستاني محصلینو په غزه کښې د صهیونیسټي رژیم په جنایتونو باندې اعتراض کښې په اسلام آباد کښې د لبیک یا قدس او مړ دې وي اسرائیل په شعارونو سره، د امریکې د سفارت په لور لاریون وکړ او خو په عین حال کښې پولیسو د سفارتي سیمې په لور د معترضانو د تګ مخه ونیوله.
مظاهره چیانو ته ویناوالو له طوفان الاقصی عملیاتو او د صهیونیسټي دښمن خلاف د فلسطین د مقاومتي جنګیالیو څخه د پياوړي ملاتړ په اعلانولو سره وویل چې د نړۍ د ټولو مسلمانانو او د پاکستان د خلکو زړه د خپلو فلسطیني وروڼو خونیدو لپاره درزیږي او د خپلې وینې تر وروستي څاڅکي به د فلسطین له ولسه ملاتړ وکړو.
د پاکستان د جماعتِ اسلامي د محصلینو د تشکیلاتو مشر شکیل احمد وویل: مونږ له نورو قومنونو او دینونو په تیره بیا یهودیانو سره دښمني نه لرو، زمونږ مخالفت له صهیونزم سره دی او د هغه د ناپاک شتون دښمنان یوو.
ویناوالو له اسرائيلو د لویدیځو هیوادونو او امریکایانو ملاتړ او په غزه کښې د صهیونیسټانو د جنایتونو په وړاندې د نړۍ د هیوادونو په تیره بیا مسلمانو هیوادونو چپتیا وغندله.